د اختر ورځو کې ۴۳ تنو په ټرافیکي پېښو کې ژوند بایللی
د ټرافیکو عمومي ریاست خبر ورکړی، چې د عرفې له ورځې بیا د لوی اختر تر څلورمې پورې ۱۱۷ ټرافیکي پېښو کې ۴۳ تنو ژوند بایللی او ۱۵۸ نور ټپیان شوي.
یاد ریاست ویلي، شهیدانو کې ۳۱ نارینه، ۲ ښځې او ۱۰ ماشومان دي.
ټرافیکو ریاست د ټرافیکي پېښو لامل ګړندی تګ او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بولي.
یاد ریاست یو ځل بیا له هېوادوالو غوښتي، چې د موټر چلونې پر مهال ټرافیکي اصول او قوانین په بشپړ ډول مراعت کړي.