ترکیه کې افغانانو ته د پاسپورت وېش لړۍ پیل شوه

ترکیه کې افغانانو ته د پاسپورت وېش لړۍ پیل شوه افغانستان
ترکیه کې افغانانو ته د پاسپورت وېش پیل شو

ترکیه کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې له څلور کلنو ځنډ وروسته یې ترکیه یې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټ وېش لړۍ بیا پیل کړې.

یاد سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د یادې پروسې له بیا پیل سره د پاسپورت غوښتونکي کولی شي سفارت ته مراجعه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د اسلامي امارت ډيپلوماټیکو استازولیو افغانانو ته د پاسپورت وېش لړۍ پیل کړې وه.

تړلي موضوعات