ننګرهار کې د راکېټ زړې مرمۍ چاودنه؛ څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار کې د راکېټ زړې مرمۍ چاودنه؛ څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې افغانستان

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد حریت راډیو ته ویلي، چې د دې ولایت د دره‌نور ولسوالۍ اړوند لمټک کلي کې د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله خواشینوونکې پېښه رامنځته شوې، چې له کبله یې دوه ماشومان شهیدان او دوه نور ژوبل شوي دي.

حماد زیاتوي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې ماشومانو په بې‌ احتیاطۍ سره د راکېټ د زړې مرمۍ سره لوبې کولې او په خپل کور کې یې په تبر وهله چې انفجار یې کړی.

د نوموړي په خبره، چې له پېښې نه وروسته د دره نور امنیه قومندان او نور امنیتي منسوبین سیمې ته رسېدلي او ټپیان حوزوي روغتون ته انتقال شوي، چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

یاده دې وي، چې افغانستان لرې پرتې سیمې لا هم د ناچاوده توکو له خطره ډکې دي او حکومتي چارواکو هېوادوالو ته په وار وار ویلي، چې ناچاوده توکو موندلو وخت کې امنیتي ادارې جریان کې کړي.


تړلي موضوعات