د ډیورنډ فرضي کرښې اوږدو کې د سلګونو پروژو پلي کولو لپاره بودیجه تخصیص شوې

د ډیورنډ فرضي کرښې اوږدو کې د سلګونو پروژو پلي کولو لپاره بودیجه تخصیص شوې بیارغونه او پراختیا
د سرحدونو، فومونو او قبایلو چارو وزات مسئولین

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسئولینو کابل کې د یو کنفرانس پر مهال ویلي، د اسلامي امارت مشرتابه لارښوونې په اساس یې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتو سیمو کې د پراختیایي پروژو پلي کولو لپاره بودیجه څانګړې کړې.

د یاد وزارت د سرحدي پلټنو معین مولوي محمداسماعیل غزنوي ویلي، دغه بودیجه د زده کړو، روغتیا، مخابراتو، سړک جوړولو او نورو بنسټیزو پروژو لپاره په پام کې نیول شوې.

نوموړي زیاته کړې اوو ولایتونو کې یې د یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۳۴۳ پروژې منظورې کړې، چې له دې ډلې یې د ۷۶ هغو عملي کارونه پیل شوي.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت وروستیو څلور کلونو کې د هېواد لرې پرتو سیمو کې د پروژو پلي کولو ته ځانګړې پاملرنه کړې، چې تر دې مهاله سلګونه پروژې دغو سیمو کې پلي شوې هم دي.

تړلي موضوعات