مالیزیا او قرغزستان؛ اسلامي امارت دې په رسمیت وپېژندل شي

مالیزیا او قرغزستان؛ اسلامي امارت دې په رسمیت وپېژندل شي سیاست
د مالیزیا او قزاقستان مشران اسلامي امارت دې په رسمیت وپېژندل شي

د مالیزیا دولتي اژانس راپور ورکړی، مالیزیا او قرغزستان له نړېوالې ټولنې غوښنتي چې د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو هڅې دې زیاتې کړي.

د مالیزیا لومړي وزیر داتوک سري انور ابراهیم د قرغزستان ولسمشر سادیر جباروف سره په ګډه ناسته کې ویلي، دواړه هېوادونه افغانستان سره د تعامل په اړه ګډ لید لوری لري.

انور ابراهیم ویلي، د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په اړه د قرغزستان له لیدلوري سره موافق دی په خبره یې، قرغزستان افغانستان سره د جفرافیایي نږدېوالي له کبله د یاد هېواد له شرایطو ژور درک لري.

دغه څرګندونې داسې مهال شوې، چې تر دې وړاندې اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی، چې د رسمیت پېژندنې ټول شرایط یې پوره کړي، خو یو شمېر هېوادونو د دې پروسې مخنیوی کړی.

تړلي موضوعات