افغان کډوالو سره روان ظلم به حالات خطرناک لوري ته یوسي

افغان کډوالو سره روان ظلم به حالات خطرناک لوري ته یوسي افغانستان
د افغانستان دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد

د افغانستان دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد پر پاکستان غږ کړی، چې افغان کډوالو سره روان ظلم پای ته ورسوي؛ کنه کډوالو سره روان ظلم به د افغانستان ـ پاکستان اړیکې ډېرې ترینګلې کړي او حالات به خطرناک لوري ته یوسي.

دفاع وزیر ویلي، چا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغان وروڼو ملکیتونه غلا او ضبط کړي او د دې چارې به په ټول توان مخه نیسو.
مولوي محمد یعقوب مجاهد بي بي سي سره مرکه کې د پاکستان له لوري افغان کډوالو په زور ایستلو پرېکړه یو وار بیا غندلې او دا یې ظالمانه، یو طرفه او د نه منلو وړ بللې.

دفاع وزیر همدارنګه پاکستان ته ویلي، چې افغان کډوالو ته دې په عزت افغانستان ته د راتلو اجازه ورکړي؛ موږ افغان مهاجرینو ته هرکلی وایو.
د افغانستان وزیر مرکه کې زیاته کړې، پاکستانی رژیم چې هر څه کوي، باید عواقب یې وسنجوي او دومره وکري، چې بیا یې د رېبلو توان لري.

یاده دې وي، چې پاکستان ټولو افغان کډوالو ته څو ورځې ضرب الاجل ټاکلی و، چې له پاکستان ووځي؛ دوه ورځې وړاندې یاده نېټه پای ته ورسېده او اوس پاکستان په ډېر ظلم او وحشت سره افغانان له پاکستان په زور باسي او استوګن ځایونه یې ورته نړوي.

تړلي موضوعات