غزني کې ۳۱مخابراتي سایټونه فعالېږي

غزني کې ۳۱مخابراتي سایټونه فعالېږي ټیکنالوژي
په ټول هېواد کې ۴۵۰ مخابراتي انتنونه نصبیږي

د غزني ولایت مقام د رسنیو دفتر خبر ورکړی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حقاني د غزني ۱۸ ولسوالیو له ولسوالانو سره په کتنه کې په دې ولایت کې د ۳۱مخابراتي انتنونو دنصبولو خبر ورکړی دی.

د غزني ولایت مقام په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو مخابراتي سایټونو له ډلې به ۲۸ سایټونه په ۱۸ ولسوالیو کې او ۳ هغه به یې د عمومي لارې د وصل په موخه نصب شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې د غزني ولایت ولسوالانو د دولتي ادارو د انټرنېټ د کیفیت لوړولو غوښتنه هم کړې چې د مخابراتو وزیر مولوي نجیب الله حقاني د دغې ستونزې د ژر حل ډاډ ورکړی دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټي ډي اېف د لسمې پروژې پر اساس په پام کې لري چې په ټول هېواد کې ۴۵۰ مخابراتي انتنونه نصب کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کوي څو د هېواد لرې پرتې او محرومې سیمې له مخابراتي خدمتونو سره وصل او په دې برخه کې د هېوادوالو موجوده ستونزې حل کړي.

تړلي موضوعات