افغان او ایراني سرحدي ځواکونو ترمنځ په سرحدي مسايلو د همغږۍ ناسته وشوه
ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت او ایراني سرحدي ځواکونو ترمنځ تېره ورځ په اسلام کلا بندر کې د سرحدي مسايلو، دوه اړخیزو اړیکو پر ټینګښت او د دواړ هېوادونو ترمنځ د همغږۍ ګډه ناسته وشوه.
ملي دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه ناسته چې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د پنځمې سرحدي لوا قومندان برید جنرال محمد رحیم خادم په مشرۍ او د ایران سرحدي ځواکونو لومړی درجه مرستیال سرهنګ شیدا هم په ګډون درلود ترسره شوه.
د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي همکاریو او د مخ پر وړاندې ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې.
په دې ناسته کې د اسلامي امارت سرحدي مسئولینو ایراني لوري ته له ګاونډیو هېوادونو سره د هر ډول ګډو همکاریو او د ښو اړیکو د ساتلو ډاډ ورکړی.