افغانستان کې د دولت خلاف هیڅ یوه وسلواله ډله فزیکي وجود نه لري

افغانستان کې د دولت خلاف هیڅ یوه وسلواله ډله فزیکي وجود نه لري سیاست
د افغانستان له خاورې څخه ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته ګواښ رامنځته کړي

د افغانستان ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد په خپل کاري دفتر کې له مالیزیایي پلاوي سره په کتنه کې ویلي، په افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې اشغال او جګړه په بشپړه توګه پای ته رسېدلي او په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت رامنځته شوی.

مولوي محمدیعقوب مجاهد ویلي، په افغانستان کې د داعش په ګډون هیڅ یوه ډله په فزیکي ډول وجود نه لري او اسلامي امارت به چاته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته ګواښ رامنځته کړي.

په دې کتنه کې مالیزیايي پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ په هر اړخیزو همکاریو ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی، چې په افغانستان کې یې چې څه لیدلي د خپل هېواد لوړ پوړو مسئولینو ته به یي ورسوي.

د ملي دفاع وزیر داسې مهال په افغانستان کې د داعشي خوارجو په ګډون د نورو ډلو شتون ردوي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم تېره ورځ د افغان – قزاق نندارتون په پرانېست غونډه کې وویل، چې د افغانستان درېیو ګاونډیو هېوادونو داعش ته زمینه برابره کړې ده.

تړلي موضوعات