د اداري مرستیال او د چین سفیر لیدنه؛ د افغانستان او چین پر اړیکو او دوامداره همکاریو خبرې شوې

د اداري مرستیال او د چین سفیر لیدنه؛ د افغانستان او چین پر اړیکو او دوامداره همکاریو خبرې شوې سیاست
د چین د سره صلیب له لوري د سل زره ډالرو پر بیړنۍ مرستې په ژر استولو ټینګار شوی دی

په کابل کې د چین سفیر ژاوشینګ د ریاست الوزراء له اداري مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي سره کتلي.

په دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د ښو اړیکو، مثبت تعامل او نورو مسائلو ترڅنګ، له وروستیو سېلاب ځپلیو سره د چین د سره صلیب له لوري د سل زره ډالرو پر بیړنۍ مرستې په ژر استولو ټینګار شوی دی.

مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه کې ډاډ ورکړی، چې بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه برابر دي او اسلامي امارت چمتو دی، چې په دې برخه کې هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.

د چین سفیر ویلي، د اړيکو د لا پياوړتیا لپاره یې په بېلا بېلو برخو او څانګو کې افغان زدکړیالانو ته د تحصیل زمینه برابره کړې او د طب په ګډون په نورو برخو کې د افغانانو د ظرفیت لوړونې په موخه د زدکړو لنډ مهالې دورې برابروي.

نوموړي د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګریزې اړیکې په مناسب وضعیت کې بللې دي. په خبره یې، چینایي سوداګر او پانګوال مایل دي، چې په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي.

تړلي موضوعات