اروپايي هېوادونو کې پخواني سفیران له فشار سره مخ دي
حریت نیوز ته باوري سرچېنو ویلي، ځېنو اروپايي هېوادونو د هغو افغان سفارتونو د تړلو ګواښ کړی چې د کابل له همغږۍ پرته چارې پر مخ وړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روان کال د اسد په ۹مه ټولو هغو هېوادونو ته یو لیک استولی، چې تر اوسه یې د افغانستان د سفارتونو مدیریت اسلامي امارت ته نه دی سپارلی.
د اسلامي امارت له لوري د همدې مکتوب له استولو وروسته اروپايي هېوادونو د افغان سفارتونو او قونسلګریو د تړلو ګواښ کړی .
بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي وو، چې ځینو اروپايي هېوادونو، کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان د ۱۴ سیاسي او قونسلګرۍ ماموریتونو ټول قونسلي خدمات باطل او د نه منلو وړ دي.