اسلامي امارت د تاجکستان له بشري مرستو مننه کړې
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان هېواد د هغې بشري مرستې څخه مننه کړې، چې تېره اونۍ یې د هرات زلزله ځپلو افغانانو سره کړې وه.
د یاد وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل وايي، چې د تاجکستان دا ګام د ډېرې ستاینې وړ دی، چې د هرات زلزله ځپلو سره یې د درملو، خوراکي توکو، پوښاک او د بېړني وضعیت د اړتیا وړ توکو مرسته وکړه.
ښاغلی تکل زیاتوي، چې د دې مرستو لومړۍ چوپه د تاجکستان د ولسمشر استازي صاحب جان او په کابل کې د تاجکستان سفارت د ډیپلوماټانو او مل پلاوي له لوري هرات ته رسېدلې او هلته د مرستو رسولو ځانګړي کمېسیون ته سپارل شوې.
یاده دې وي، چې د هرات زلزله ځپلو سره د حکومتي مرستو سربېره ګڼو بهرنیو هېوادونو، نړېوالو سازمانونو او داخلي خیریه بنسټونو او ولسي خلکو مرستې وکړې، چې اوس په بېړني توګه زیانمنو ته د استوګنې کورونو جوړولو چارې روانې دي.
#حریت_راډیو
زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ: https://t.me/HurriyatP