مخابراتو وزارت: د کانکور ازموینې لپاره نوی سېستم جوړیږي

مخابراتو وزارت: د کانکور ازموینې لپاره نوی سېستم جوړیږي ټیکنالوژي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د ازموینې ملي ادارې ترمنځ د شوي هوکړه لیک له مخې به د کانکور ازموینې لپاره نوی سیسټم جوړ شي.

د مخابراتو وزارت ویلي، چې یاد هوکړه لیک تېره ورځ د مخابراتو وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني او د ازموینې ملي ادارې رئیس مولوي عبدالباقي حقاني ترمنځ لاسلیک شو.

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر ویلي، یاد وزارت هڅه کوي چې ټولو وزارتونو او امارتي ادارو ته نوي سېسټمونه جوړ کړي چې پر مټ به یې خلکو ته په کارونو کې اسانتیا را منځته شي.

د ویلو ده، چې د کانکور ازموینې پخوانی سیسټم د یو بهرني شرکت له لوري جوړ شوی و چې څار او ساتنه یې هم هغوی کوله خو د نوي سیسټم په جوړیدو به یې څار او ساتنه هم د افغان انجینرانو لاس ته ور شي.

تړلي موضوعات