د پاکستان سند ایالت له بندخونو ۸۹ تنه افغان بندیان آزاد شوي
د پاکستان کراچۍ ښار کې افغان جنرال قونسلګري د دغه هېواد سند ایالت له بندخونو څخه د ۸۹ تنو افغان بندیانو د خلاصون خبر ورکوي.
کراچۍ کې د افغانستان عمومي قونسلګرۍ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ د دغې قونسلګرۍ په هڅو د یاد ایالت له بندخونو د ۶ ماشومانو په شمول ۸۹ تنه افغان بندیان ازاد او هېواد ته را انتقال شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې دا مهال ۲۷۹ تنه نور بندیان هم د سند بندخونو کې بندیان دي، چې د اسلامي امارت له لوري یې د خلاصون هڅې دوام لري.