له بې درېغه ګټو ډک ۱۰ طبيعي مشروبات... خپل پخلنځي کې يې چمتو کړئ
دا چې انسان طبيعتا غواړي چې له هر ډول خوړو او څښاکه خوند واخلي او دا چې له کيمياوي موادو جوړ او له خوږې ډک مشروبات روغتيا ته خورا تاواني دي، نو کوم څښاک وکړو چې خپله دغه تنده هم خړوب کړو او د غير طبيعي توکو له ضرورونو هم خوندي واوسو؟
د «طبيعي» انرژۍ لرونکي ډېر مشروبات شته چې د غير طبيعي مشروباتو ځای نيسي او سړی يې په خپل کور کې چمتو کولی شي.
روغتيايي چارو ته د پام لرونکې وېبپاڼې «Boldsky» له يوه مطلب سره سم د خوړو پوهان کور کې د طبيعي مېوو او سبزيو په کارولو د تازه مشروباتو د جوړولو ټينګار کوي، څو وتوانېږو له ډېرې خوږې او له بېلا بېل ډول کيمياوي موادو خوندي واوسو.
۱- د کوپرې او ليمو اوبه
د کوپرې اوبه په ځانګړي ډول په ګرم موسم کې ډېرې ښه وي، ځکه دا هم د بدن د حرارت درجه کموي او هم له ګرمۍ راولاړې ستونزې لکه خشکي او التهابونه له منځه وړي.
د کوپرې او ليمو اوبه له يوه پلوه تازه وي او له بل پلوه په الکټروليټونو او پوټاشيم بډايه دي، چې دا دواړه د انسان د بدن د انرژۍ کچه پياوړې کوي او د مغزو او اعصابو دنده ښه کوي.
۲- زنجبيل او هېل
زنجبيل او هېل دواړه د ګڼو ګټو لرونکي دي، زنجبيل د جينجرول لرونکي دي، چې قوي رغوونکې ځانګړتياوې لري، د بېلګې په ډول د زړهبدۍ احساس کموي، وزن کمولو (وازدو له منځه وړو) کې مرسته کوي او د هاضمې سختي له منځه وړي.
د زنجبيل او هېل (لاچي) مشروب په انټي اکسيډانټ غني دی او بولې بهوونکې ځانګړتياوې لري، د خولې بد بويي له منځه وړي، غاښونه له رژېدو ساتي او انسان ته انرژي ورکوي.
۳- د کيلې او شيدو جوس
د کيلې او شيدو جوس په ډېرو روغتيايي ګټو لرلو مشهور دی، ځکه دا بدن نه د ستړيا احساس ورکوي، د انزايمونو په توليد کې مرسته کوي، بدن ته انرژي ورکوي او خوب نه مخکې خوړو سره انسان ته خوب ورولي. په دې سربېره دا مشروب د پوتاشيمو او فاسفورس په څېر وټامنونو او منرالونو باندې هم بډای دی.
۴- د ام جوس
د ام جوس په وټامنونو او منرالونو بډای او په طبيعي انرژۍ ډک مشهور مشروب دی. د ام جوس دا ځانګړتيا لري، چې غوړ او کالوريانې يې کمې دي. سره له دې چې دا مېوه په ځانګړو سيمو او ځانګړو موسمونو کې کېږي، خو د موسم پر مهال يې هر څوک ګټه ترې اخيستی شي.
۵- د شاتو اوبه
شات د تاريخ په اوږدو کې د درملو او خوړو په توګه کارول شوي دي. شات د بورې يا خوږې له راپيدا کېدو ډېر وړاندې لا په پراخ ډول د طبيعي خوږې په توګه کارول کېدل. شات په لوړه کچه نباتي مرکبات لري او ګڼې روغتيايي ګټې په کې دي. بدن په شاتو کې شته ګلوکوز په چټک ډول کش کاږي چې په مټ يې بدن سمدستي انرژي اخلي.
۶- د وربشو اوبه
وربشو کې شته امينو اسيدونه بدن کې د انرژۍ د کچې لوړولو کې مرستندويه دي. دا چې وربشه له ويلې کېدونکو فايبرونو څخه ده، نو اوبو کې حل کېږي او بدن ته ګټوره انرژي ورکوي.
۷- د ګازرو اوبه
ګازره هغه مېوه ده چې زموږ وطن کې بېخي ډېره، ارزانه او نږدې په هر موسم کې پيدا کېږي. روغتياپوهان وايي، چې د ګازرو اوبه بدن پاکوي او د ستړيا مخه نيسي. ګازره دغه راز د وزن بايللو لپاره غوره خواړه بلل کېږي او د سترګو روغتيا ته ګټوره ده.
۸- د مالټې جوس
مالټه ذهن کې له وټامن سي سره پرتله کېږي، هغه چې د بدن د انرژۍ يوه مهمه سرچينه بلل کېږي. په دې سربېره د مالټې جوس فاسفورس، منرالونه او فايبرونه لري.
۹- د ليمو اوبه
ليمو پوتاشيم لري او د خوراک پر مهال يې د انسان بدن په لوړه کچه انرژي ترلاسه کوي، په دې سربېره د دفاعي سيستم د پياوړي کولو په توګه بدن ته ګڼې نورې روغتيايي ګټې هم لري.
۱۰- شيدې
حيواني شيدې له وټامن B2 او پروتينو ډکې دي، ځکه نو د طبيعي انرژۍ يوه مهمه سرچينه بلل کېږي. روغتياپوهان سپارښتنه کوي، چې دنده کې د بوختيا يا د تمرينونو پر مهال د ستړيا احساسولو په وخت يوه پياله شيدې څښل بدن ته لازمه انرژي ورکوي.