وټامن ډي ته څه اړتيا لرو او څنګه يې پوره کړو؟

وټامن ډي ته څه اړتيا لرو او څنګه يې پوره کړو؟ طبي او روغتیايي

روغتياپوهان وټامن ډي له هغو مهمو غذايي عناصرو بولي چې د انسان بدن ورته سخته اړتيا لري او کمښت یې د سختو ناروغيو د رامنځته کېدو لامل کېږي، د بېلګې په ډول وټامن ډي د هډوکو پياوړتيا، د دفاعي سيستم روغتيا او عمومي فعاليت لپاره ډېر اړين دی او کمښت يې په انسان کې د ستړيا احساس، د عضلاتو کمزوري او مزاج خرابېده رامنځته کوي.

څېړنو ښودلې چې د وټامن ډي تر ټولو لويه سرچينه د لمر وړانګې دي چې د انسان په پوستکي ولګېږي، خو سره له دې چې ښايي ډېری خلک له دې خبر وي، خو بيا هم د وټامن ډي له کمښته کړېږي او دا کچه ورځ له بلې مخ په ډېرېدو ده.

 

د وټامن ډي د کمښت زيانونه کوم دي؟

 د «د هيلت سايټ» وېبپاڼې له يوه مطلب سره سم د دغه غذايي توکي کمښت ښايي د انسان روغتيا خورا اغېزمنه کړي، چې ځينې تاوانونه يې د سختې ستړيا احساس، تکرارېدونکی التهاب يا ناروغۍ، د هډوکو کمزوري، د ملا دردونه، خراب مزاج، ويښته تويېدل، زخمونه ژر نه رغېدل، د عضلاتو کمزوري او تشنجات، د هډوکو پوده کېدل او د ماتېدو وېره دي.

 

بدن کې د وټامن ډي کچه څنګه پوره کړو؟

د لمر وړانګې

د دې تر ټولو غوره لار د روغتياپوهانو په اند سهار مهال کې د يوه ساعت لپاره د لمر وړانګو ته ځان ښودل دي، په ځانګړي ډول د لاسونو، مخ او پونډيو برخې. د هيلت سايټ له لارښوونو سره سم که څوک سهار مهال لمر ته نه شي وتی، نو بل هر وخت چې د لمر تودوخه ډېره نه وي؛ همدا ګټه لري.

 

خپلې چارې د لمر رڼا کې ترسره کړئ

د بېلګې په ډول تاسو کولی شئ د سهار چای لمر ته وڅښئ، يا د ورځې په اوږدو کې د لمر تر وړانګو لاندې يو ساعت مطالعه وکړئ، ان د ورځې په رڼا کې يو لنډ چکر وهل د وټامن ډي د کچې په لوړولو کې مرسته کوي.

 

وټامن ډي لرونکي درمل خوړل

ډاکټران ټينګار کوي، که يو څوک په طبيعي توګه وټامن ډي نه شي ترلاسه کولی، نو د هغو درملو د خوړلو له لارې يې بايد ترلاسه کړي، چې بدن کې وټامن ډي پوره کوي.

 

غذايي نظام ته د مرخېړيو ورزياتول

مرخېړي يا زمکۍ غوښه هم د روغتياپوهانو په اند يو غوره حل دی، چې انسان دغه نباتي سرچينه په خپلو خوړو کې ورزياته کړي او له دې لارې د بدن وټامن ډي پوره کړي.

 

په وټامن ډي بډای خواړه خوړل

لکه سالمون، سارډین او ټونا کبان، د هګيو ژېړ، شيدې، حبوبات او د مالټو جوس چې ورځينيو خوړو کې يې ورزياتول د بدن د وټامن ډي کچه لوړولی شي.

تړلي موضوعات