د طوفان الاقصی عملیات؛ د منځني ختیځ د جیوپولیتیکي بدلون پیل!
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مه، یوازې یوه نظامي پېښه نهٔ وه، بلکې د یو اوږدمهاله جیوپولیتيکي تحول د پیل زېری و.
د حماس لخوا پیل شوي د طوفان الاقصی عملیات، چې د اسرائیلي پوځ، استخباراتو او ټول امنیتي سیستم پر ضد یو بېسارې حمله وه، نهٔ یوازې دا چې د صهیونيستي اشغال د ماتېدونکي واک پرده پورته کړه، بلکې د منځني ختیځ پهٔ ټول جیوپولیتيک چاپېریال کې یې د نوي فصل دروازې پرانېستلې.
د طوفان الاقصی عملیاتو هغه افسانوي انځور لهٔ منځه یووړ، چې لوېدیځو رسنیو او استخباراتي شبکو د اسرائیلو د «نهٔ ماتېدونکي امنیتي سیستم» پهٔ نوم خلکو ته وړاندې کړی و، دا حمله د حماس لهٔ خوا نهٔ یوازې یوه نظامي لاستهراوړنه وه، بلکې یو فکري، سیاسي او ستراتیژیک تهاجم هم و، چې لهٔ امله یې صهیونیستي رژیم تر بل هر وخت زیات منزوي او لهٔ داخلي فشارونو سره مخ شو.
تر ټولو مهمه دا ده چې دا عملیات د هغه نړېوال نظم پر وړاندې جدي ننګونه وه، کوم چې د دویمې نړېوالې جګړې راهیسې د لوېدیځو قدرتونو لهٔ لوري جوړ او اداره شوی دی. دغه نظم تل کوښښ کړی چې د حق غوښتونکو او ازاديپالو غورځنګونو مشروع مبارزه د ترهګرۍ تر عنوان لاندې بېاعتباره او د قانوني جرم پهٔ بڼه ښکاره کړي، د افغانستان، عراق او سوریې پېښې ښيي چې ازادي غوښتونکو خوځښتونو، چې د خپلواکۍ او ملي حاکمیت د اعادې لپاره یې وسله واله مبارزه غوره کړې وه، د نړېوال نظم د جوړونکو لخوا د ترهګرۍ پهٔ نوم وځپل شول او د نړېوالو پوځي مداخلو هدف وګرځېدل، خو د طوفان الاقصی عملیاتو لهٔ لارې دا ذهني انحصار مات شو.
د نړۍ پهٔ کچه د خلکو غبرګون، پراخې میلیوني مظاهرې او د اسرائیلو پر ضد دریځونو وښودله چې نور ملتونه د لوېدیځو طاقتونو لهٔ تعریفونو ستړي شوي او د نوي بې طرفه نړېوال نظم غوښتونکي دي.
د امریکا رول:
د طوفان الاقصی عملیات نهٔ یوازې اسرائیل، بلکې د هغه نړېوالو متحدینو ته هم یو جدي سیګنال و، چې د منځني ختیځ پهٔ شخړو کې تر ډېره یو اړخیز سیاست غوره کړی.
پهٔ ځانګړي ډول امریکا چې ځان د نړېوال نظم د ساتنې اساسي محور بولي، یو ځل بیا د اسرائیلو د مطلق ملاتړ تر چتر لاندې خپله دوهګونې تګلاره بربنډه کړه او د نړېوالو ارزښتونو پر وړاندې یې تضاد څرګند شو.
واشنګټن نهٔ یوازې سیاسي بلکې پهٔ مستقیم ډول نظامي ملاتړ ته هم را وړاندې شو، امریکایي جنګي بېړۍ د مدیترانې سمندر ته ولېږل شوې، هوایي دفاعي سیستمونه چمتو شول او د اسرائیلو د اړتیاوو لپاره د وسلو بېړني انتقالات پیل شول.
دغه کړنې څرګندوي چې امریکا لا هم منځنی ختیځ د خپل نفوذ د پراختیا لپاره یوه ستراتیژیکه سیمه ګڼي او د اسرائیلو د امنیت ساتنه د خپل ستراتیژیک حیثیت برخه بولي.
د فلسطیني مقاومت (حماس) د عملیاتو پهٔ غبرګون کې، اسرائیلو د غزې پر وړاندې یو بېساری نظامي یرغل پیل کړ، چې زرګونه ملکي کسان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو پهٔ شهادت ورسول چې دا لړۍ لا هم روانه ده، خو د دې ټول ناورین تر څنګ، امریکا نهٔ یوازې د اوربند لپاره کوټلي اقدامات ونهٔ کړل، بلکې د اسرائیلي بریدونو د توجیه لپاره یې (د ځان دفاع) اصطلاح تکراروله/تکراروي، دغه وضعیت د امریکا د بشري حقونو د شعارونو او د عدالت پر بنسټ د نړېوال نظم د دعوې تر منځ ژور او نهٔ ردېدونکی تضاد را برسېره کړ.
کله چې نړېوال قانون یوازې د سیاسي اړتیاوو پر بنسټ تطبیقېږي، نو د هغې مشروعیت تر پوښتنې لاندې راځي.
د امریکا دا یو اړخیز دریځ، چې یوازې د خپلو متحدینو ملاتړ کوي او د بشري فاجعو پر وړاندې چوپ پاتې کېږي، د نړېوال نظم د بېاعتباره کېدو ستر عامل ګرځېدلی.
همدا لامل دی چې د نړېوالو محکمو پرېکړې، د ملګرو ملتونو بېوسې اعلامیې او د نړېوالو بنسټونو دریځونه نور نه پر خلکو اغېز لري، نه پر ملتونو.
سیمه ییز هېوادونه:
پهٔ سیمهییزه کچه کهٔ وګورو د طوفان الاقصی عملیاتو د عربي هېوادونو لهٔ خوا د اسرائیلو د رسمیت پېژندنې پر روان بهیر مستقیمه اغېزه وکړه.
سعودي عربستان، چې لهٔ اسرائیلو سره د نږدې کېدو پهٔ حال کې و، د فلسطیني مقاومت د نظامي حملې وروسته احتیاط غوره کړ.
متحده عربي امارات، بحرین، مصر او نور هېوادونه د خپل دریځ بیا ارزونې ته اړ شول. دا وضعیت څرګندوي چې فلسطین لا هم د سیمې د سیاسي توازن مرکزي محور دی، او پرته لهٔ عادلانه حل څخه د تلپاتې ثبات تمه یوه خیالي او غیري عملي مفکوره ده.
د طوفان الاقصی عملیاتو د مقاومت د نوي پړاو د راټوکېدو نښه هم وه. دغه عملیات یوازې د غزې تر جغرافیې محدود نهٔ شو، بلکې پهٔ هممهاله توګه د اشغال شوي قدس، لوېدیځې غاړې لبنان، یمن، عراق، ایران او حتی د نړۍ لهٔ فلسطینپالو ټولنو سره یو پراخ غبرګون رامنځته کړ.
دې وضعیت دا حقیقت روښانه کړ چې د مقاومت مفکوره اوس د ملتونو ترمنځ یو ستراتیژیک ارزښت او د یووالي اغېزمن محور ګرځېدلی دی.
پایله:
د طوفان الاقصی عملیاتو سره، د منځني ختیځ جیوپولیتيکي نقشې بدلون پیل کړ.
دا یوازې یو نظامي حمله نهٔ وه، بلکې یو فکري او سیاسي تحول هم و، چې د نړېوال نظم د بحران څپه یې لا ژوره کړه.
د طوفان الأقصی عملیات څرګندوي چې اوس مهال نهٔ یوازې وسله، بلکې مفکوره او مشروعیت د جګړې نوی ډګر ګرځېدلی دی.
اوس پوښتنه دا نهٔ ده چې دا بدلونونه به تر کله دوام ومومي، بلکې اصلي پوښتنه دا ده چې نړۍ به لهٔ دغو تحولاتو سره څنګه ځان عیار کړي؟ ځکه دا ځل بدلون د ځواکمنو مرکزونو څخه نهٔ بلکې د مظلومو لهٔ سنګرونو را ټوکېدلی دی…
پای