د امریکا سره مخامخ خبرې او د امریکايي اسرائیلي بندي خلاصون؛ حماس به څه ګټه وکړي؟

د امریکا سره مخامخ خبرې او د امریکايي اسرائیلي بندي خلاصون؛ حماس به څه ګټه وکړي؟ فلسطین

په غزه د اسرائيلو د بيا ځلي تېري له پيله ۵۶ ورځې وروسته کتائب عزالدين القسام اعلان کړه، چې د هغې هوکړې له مخې به امريکايي اسرائيلي بندي عيدان الکسندر خوشې کړي چې د حماس او امريکايي ادارې ترمنځ شوې ده.
وروسته رسنيو خبر ورکړ، چې حماس دغه بندي سره صليب ته وسپاره او ورپسې اسرائيلو اعلان کړه چې الکسندر دوی ته رسېدلی دی.
امريکايي چارواکو د الکسندر له خوشې کولو سره هممهاله ويلي دي، چې د کتائب القسام له لوري خان يونس کې د هغه خوشې کول بايد هغو خبرو اترو ته لار اواره کړي چې له مخې به يې د بنديانو تبادله او اوربند رامنځته شي، دا په داسې حال کې ده چې د نتنياهو حکومت د جګړې په پر مخ وړو ټينګار کوي.
حماس د دغه بندي له خوشې کولو وروسته وويل، چې دوی د امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره دې ته هڅوي چې د جګړې په پای ته رسېدو کار وکړي، د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ زياته کړې ده، چې «موږ هغو خبرو اترو ته چمتو يو چې له مخې يې داسې هوکړې ته ورسېږو چې د اشغال لمن ټوله کړي، کلابندي ماته کړي، بنديان تبادله کړي او بيارغونه رامنځته کړي».

غزې ته د مرستو ورپرېښودل

راپورونه څرګندوي چې حماس د دغه اسرائيلي امريکايي په خوشې کولو کې يو شرط دا ايښی و، چې اسرائيل به غزې ته د مرستو ورننوتو اجازه ورکوي. سره له دې چې اسرائيلي حکومت وړاندې ويلي وو، چې دوی به لارې يوازې د دغه بندي د خوشې کولو لپاره پرانېزي، خو د قطر لومړي وزير تازه له واشنګټن پوسټ سره په خبرو کې ويلي، چې له اسرائيلو او واشنګټن سره مو غزې ته د مرستو لېږودولو په پار خبرې کړې دي. د حماس او واشنګټن مخ په مخ خبرې هم د قطر پلازمېنه دوحه کې شوې وې، په دې خبرو کې په اوربند، د لارو په خلاصولو، غزې ته د مرستو په لېږدولو او د غزې خلکو ته د سرپناه په رامنځته کولو ټينګار کېږي، چې لا هم د پيل پړاو کې دي.

هوکړه کې د حماس درې لاسته راوړنې


د سياسي چارو د شنونکو په اند حماس سره د امريکا مخ په مخ خبرې د اسرائيلو لپاره ناڅاپي وې، امريکا له دې وړاندې د يمن له حوثيانو سره هم دغه ډول هوکړه ترسره کړه او ويې ښوده چې امريکايي ګټې له اسرائيلي هغو پورته دي. په دواړو دغو هوکړو کې امريکا يوازې خپلې ګټې په پام کې نيولې او خوندي کړې دي او د اسرائيلو ګټو ته يې بېخي پاملرنه نه ده کړې، دا هغه څه دي چې د اسرائيلي چارواکو او په ځانګړي ډول د نتنياهو غوسه يې راپارولې ده. د اسرائيلي حکومت د اپوزيسيون مشر دا د نتنياهو لپاره لوی شرم وباله او اسرائيلي شنونکو وويل چې دا د هغه د حکومت لپاره يو ګذار دی.
د سياسي علومو او تاريخ استاذ او حيفا کې د ټولنيزو څېړنو د يوه مرکز غړي مهند مصطفی په خپله يوه مقاله کې څرګنده کړې ده، چې حماس له دې هوکړې درې لويې لاسته راوړنې درلودې، چې غزه کې يې سياسي او نظامي حالت مات کړ، اسرائيل يې له سياسې ماتې سره مخ کړل، چې د اپوزيسيون رئيس يائير لابيد يې هم ياده وکړه او د اسرائيلو هغه سياست يې مات کړ، چې د خلکو د وږي کولو له لارې يې په حماس فشار راووست.

د امریکا او حماس خبرې اترې به وغځېږي؟


شنونکي دې ته اشاره کوي، چې دا ښايي د حماس او امريکا ترمنځ د غزې د جګړې په اړه د خبرو اترو يوه پيلامه وي او دا خبرې به وروسته لا پسې وغځېږي، خو دا چې د نتنياهو په مشرۍ اسرائيلي حکومت به دې خبرو ته په کومه سترګه ګوري؟ د سياسي چارو شنونکي عکيفا اېلدار الجزيره ته ويلي، چې: «تر اوسه څرګند ځواب نه شته، خو نښې نښانې ښيي چې اسرائيل له يوه نوي سياسي واقعيت سره مخ کېدونکي دي، چې له مخې به يې اړ شي، چې له نړيوالو هلو ځلو سره تعامل وکړي او هر څه يوازې د دوی په لاس کې پاتې نه شي».
د هغه په اند د اسرائيلي انګېرنو په اساس دا هوکړه د حماس لپاره يوه لويه سياسي او انساني لاسته راوړنه وه.


نتنياهو غواړي په امريکا تکيه کمه کړي


اسرائيلي رسنيو د عيدان الکسندر له خوشې کېدو یوه ورځ وړاندې خبر ورکړ، چې نتنياهو غواړي په امريکايي مرستو خپله تکيه کمه کړي. د اسرائيلو معاريف ورځپاڼې د يکشنبې په ماښام خبر ورکړ، چې نتنياهو دا څرګندونې د کنیسټ د بهرنیو چارو او دفاع کمیټې د یوې ګډې غونډې په ترڅ کې وکړې.
سره له دې چې ورځپاڼې د دې هيڅ لامل نه دی په ګوته کړی، خو شنونکي دې ته اشاره کوي، چې ښکاري نتنياهو د امريکايي ولسمشر دغو پرېکړو ناهيلی کړی، ځکه يې د عيدان الکسندر د خوشې کولو اړوند توندې څرګندونې هم وکړې. د اسرائيلو ۱۲ چينل خبر ورکړ، چې نن (دوشنبه) د ورځې له نيمايي وروسته د عيدان الکسندر د خوشې کولو د چارو اسانه کولو په پار اسرائيلي پوځ ته د اوربند لارښوونه شوې وه. دا په داسې حال کې ده چې نتنياهو مخکې ويلي وو، چې د هغه د خوشې کېدو لپاره به جګړه و نه درېږي.
نتنياهو دغه راز ټينګار کاوه، چې غزه کې به جګړه نوره هم پراخه کړي، خو د الکسندر له خوشې کولو وروسته د نوموړي دفتر اعلان کړه، چې يو پلاوی يې قطر کې خبرو اترو کې د ګډون لپاره استولو ته چمتو کړی دی، چې سبا به دوحې ته ولاړ شي.

عيدان الکسندر څوک دی؟
صهيوني سرتېری دی چې امريکايي تابعيت لري. په ۲۰۰۳ز کې تل ابيب کې زېږېدلی دی او په کوچنيوالي کې له خپلې کورنۍ سره د امريکا متحده ايالاتو ته کوچېدلی و، چې په نيوجرسي کې رالوی شو. په ۲۰۲۲ کال کې يې پرېکړه وکړه چې اسرائيلو ته ولاړ شي او هلته په پوځ کې له شاملېدو وروسته غزې ته څېرمه وګومارل شو، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د اقصی طوفان په ترڅ کې د حماس د مجاهدينو لاس ته ولوېد او تر ننه بندي و. حماس نن (دوشنبه) هغه په داسې حال کې خوشې کړ، چې د اسرائيلي پوځ په وينا له پوره روغتيا برخمن و.

ياده دې وي، چې د نوموړي له خوشې کېدو سره هممهاله تل أبيب کې د امريکايي سفارت مخې ته سلګونو اسرائيليانو لاريونونه کړي او د ټولو بنديانو د خوشې کولو غوښتنه يې کړې ده. امريکايي لوري بيا بيا ويلي، چې په دې اړه يې ډېرې هڅې کړې دي، خو د نتنياهو حکومت يې مخې ته خنډونه جوړوي.

تړلي موضوعات