«د اسرائیلي اشغالګرو سرسخت دښمن» د حماس نوی مشر محمد السنوار څوک دی؟!
د حماس جهادي غورځنګ د افسانوي مشر شهيد یحیی السنوار را وروسته یې تشه د هغه ورور محمد السنوار چې د اسرائيلو لپاره یو ستر سرخوږی، سرسخت دښمن دی، ډکه کړې ده.
نوموړی د حماس د پوځي څانګې القسام د شهيد شوي مشر محمد خالد الضيف را وروسته د ياد غورځنګ دویم مهم شخص بلل کېږي.
او لکه څنګه چې اسرائيلو په تېرو ۲۵ کلونو کې په کراتو د محمد الضیف د شهید کېدو ادعا کړې وه همداراز یې د محمد السنوار د شهادت په هکله هم په مختلفو وختونو کې بې بنسټه اوازې خپرې کړې دي چې وروسته بیا ناسمې ثابتې شوي.
تر دې چې اوس اسرائيلو هغه ته د «له مرګه راستون شوی انسان» لقب ورکړی.
محمد ابراهیم حسن السنوار څوک دی؟
د ۱۹۷۵ کال د سپټمبر په ۱۶ نېټه د خان یونس په کمپ کې زېږېدلی (۵۰ کلن دی)؛ کورنۍ يې د النكبة الفلسطينية (د اسرائيلي وحشيانو لخوا د عسقلان او نورو فلسطيني ښارونو څخه د فلسطيني وګړو د شړلو) وروسته د غزې خان یونس سيمې ته مهاجره شوه چې هملته محمد السنوار وزيږېد.
د اشغال تر سیورې لاندې د ماشومتوب سختې شپې ورځې تېرې کړې، هوډ او اراده یې له خپل مشر ورور شهيد یحیی السنوار څخه الهام اخیستې وه، چې په حقيقت کې د مقاومت، مېړانې او سرښندنې یو سمبول وو.
ابتدايي زدهکړې یې د فلسطيني کډوالو چارو ادارې (انروا) په ښوونځیو کې ترسره کړې.
زندان او کړاوونه:
په ۱۹۹۱ کال کې د صهيونستي رژيم لخوا ونيول شو چې د "کتسیعوت" په زندان کې بندي و او له ۹ میاشتو اسارت وروسته خوشې شو.
په ۱۹۹۲م کال کې د فلسطين ګوډاګي رژیم لخوا چې اوس یې مشري محمود عباس کوي ونیول شو او په بېلابېلو اوقاتو کې یې درې کاله د ياد رژيم په زندانونو کې تېر کړل.
په ۲۰۰۰م کال کې د اقصی انتفاضې (پاڅون) له پیلېدو څو میاشتې وروسته، د رام الله ښار له زندان څخه په تېښته بریالی شو.
د جهادي مزل او مقاومت ژوند پيل:
د زندان څخه له راوتلو وروسته محمد السنوار د جهاد لار خپله او مقاومت لیکو سره یوځای شو، که څه هم د نويمې لسيزې له پیل راهيسې د شهيد عزالدین القسام چې د حماس پوځي څانګه بلل کېږي سره وو خو په ۲۰۰۵ کال کې کله چې د ده وړتيا او استعداد رابرسېره شو نو د خان یونس د لواء قومندان شو، چې ياده لواء د مقاومت له قوي قطعاتو څخه بلل کېږي. او د محمد الضیف او مروان عیسي ترڅنګ د القسام د پوځي کمېټې له مشرانو غړو څخه وګرځېد.
د سترو عملیاتو طراح او د اسرائيلي اشغالګرو قاتل
محمد السنوار د ډېرو هغو خونړیو عملیاتو اصلي طراح بلل کېږي چې په لړ کې یې اسرائيلي اشغالګرو ته پراخ تلفات اوښتي او له همدې امله ورته صهيونستي رژيم د اسرائيلو د سرسخت دښمن په سترګه ګوري.
له دې جملې څخه یو هم "الوهم المتبدد" عملیات و، چې د ۲۰۰۶ کال د جون په ۲۵ ترسره شول، د غزې د رفح ښار د ختیځې پولې ته څېرمه د اسرائيلو یو پوځي مرکز یې په نښه کړ او په دې عملیات کې مشهور اسرائيلي سرتېری جلعاد شالیت اسیر شو او همداراز د ۲۰۱۱ کال د بندیانو تبادلې قضيه چې محمد السنوار په مستقیمه توګه څارنه ترې کوله.
«د مرګ څخه راستون شوی»
صهيونستي اشغالګر رژيم، محمد السنوار ته «له مرګه راستون شوی» لقب ورکړی او دا وروسته له دې چې څو ځله هڅو وروسته بیا هم د نوموړي له منځه وړلو کې پاتې راغلل، اسرائيلو څو ځله هڅه کړې چې نوموړی شهید کړي، چې له دې جملې څخه یوه یې د ۲۰۰۳ کال د اپرېل په ۱۱ وه، چې د خان یونس ښار کې یې د هغه د کور دیوال کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو.
همداراز په ۲۰۰۴ کال د اکتوبر ۲۴ مه یې د هغه کور بمبار کړ او په ۲۰۱۴ جګړه کې یې د بل ځل لپاره د هغه کور په هوايي برید کې ویجاړ او بیا یې ویډیو خپره کړه.
له سترګو پناه؛ اسرائیلو ته یو ډاروونکی خوب:
هیڅوک یې څېره نه پېژني او د پردې تر شاه نادره ښکاره کېدل یې، اسرائيلي دښمن ته یو قوي پیغام بلل کېږي چې د هغوی خوښي یې تښتولی او په حقیقت کې نوموړی د اسرائيلي اشغال لپاره یو ډاروونکی خوب ګرځېدلی.
د لوموړي ځل لپاره په ۲۰۲۲م کال کې د الجزيرې تلوېزیون د (ما خفي أعظم) پروګرام کې په داسې حال کې را څرګند شو چې مخ یې پټ وو او په څو لنډو او اغېزمنو خبرو سره یې خپل شتون لا څرګند کړ او خپل اغېز يې پرېښود.
اسرائيلو څو ځله انځورونه او ويډيويي صحنې خپرې کړي او ادعا یې کړې چې محمد السنوار دی او په هغې کې لیدل کېږي چې محمد السنوار په موټر کې د غزې ځمکتل يا یو لوی تونل کې ګرځي چې دا د اسرائيلو لپاره ډېره ويروونکې صحنه او یو ستر تندریز ګوزار وو چې په حقيقت کې یې د هغو تونلونو ژوروالی او پياوړتیا څرګنده کړه چې حماس او مقاومت ډلو په غزه کې جوړ کړي او لا تر اوسه اسرائيل نه دي توانېدلي د تونلونو یاده شبکه له منځه یوسي.
د دې ترڅنګ د هغو تونلونو د انفجار او ورته د چاودنې ورکولو مفکوره هم د محمد السنوار وه چې اسرائيلي رژيم یې د کشف هڅه کوي او په لړ کې یې القسام او نورو مجاهدين بیا ورته انفجار ورکوي چې د اسرائيلي قوې د مرګ ژوبلې لامل ګرځي.
محمد السنوار د ځمکتل یا تونلونو شبکې د کېندلو او په ډېرې پېچلې طريقې سره د جوړولو مستقیمه څارنه او مشري کړې، څو اسرائيل ونشي کولای له منځه يې يوسي چې د یونیم کال څخه زياتې جګړې او زور آزمویلو وروسته سره له دې چې غزه یې کابو ټوله ړنګه کړه خو بیا هم اسرائيل نه دي توانېدلي دا شبکه له منځه یوسي او کابو ۷۰٪ دا تونلونه لا تر اوسه هم جوړ دي.
د اسرائيلي استخباراتو (موساد) هدف:
محمد السنوار د اسرائيلي رژيم د استخباراتو (موساد) ادارې یو اصلي هدف دی، چې له ډېرې مودې يې په لټه کې دي، هغوی د محمد السنوار په هکله د معلوماتو ښودلو په مقابل کې ملیونونه ډالر جایزه اعلان کړې چې نوموړی د اسرائيلي اهدافو په لېست کې د خپل ورور يحیی السنوار را وروسته دویم شخص دی.
د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه د محمد السنوار په هکله وايي:
« حماس یو بل سنوار لري، محمد السنوار چې ویې کولای شول بیا ځلې د حماس ليکې منظمې کړي»
يعنې د يحیی السنوار ورور د هغه د شهادت څخه را وروسته د حماس جهادي غورځنګ جنګي وړتیاوې بېرته راژوندۍ کړې او د ځوانانو د جذب یو کمپاین یې رهبري کړ، چې له امله یې حماس وکولای شول بیا له سره تنظيم او ليکې یې پياوړي شي.
د اسرائيلي پوځ یو جنرال امیر فیفي وايي: موږ داسې حالت ته رسېدلي یوو چې د هغوی(حماس) د بیا راپورته کېدو او منظمېدو کچه او سرعت د هغوی د له منځه وړلو څخه ډېر لوړ دی او محمد السنوار دی چې هرڅه اداره کوي.