کورني پلاستيکي لوښي ښايي د زړه په ناروغيو د مړينې ګواښ ډېر کړي

کورني پلاستيکي لوښي ښايي د زړه په ناروغيو د مړينې ګواښ ډېر کړي طبي او روغتیايي

يوې نوې څېړنې موندلې چې د پلاستيکي لوښو په جوړېدو کې کارېدونکي کيمياوي مرکباتو «phthalates» ښايي په ۲۰۱۸ کال کې د زړه په ناروغيو په مړه شويو د ۵۵ او ۶۴ کلونو ترمنځ عمر لرونکو ښځو او سړو کې په نړيواله کچه په سلو کې په ۱۰ سلنه مړينو کې ونډه لرلې وي. دغه کيمياوي مرکبات د کورونو دننه په ټولو پلاستيکي لوښو، لکه د خوړو ذخيره کولو، شامپو، عطرونو، سينګارتوکو او نورو قوطيو کې شتون لري.

د «سي اېن اېن» له راپور سره سم څېړنې د نړۍ په ۲۰۰ هېوادونو کې په مړينو د يوازې يوه «phthalate» اغېز څېړلی دی، چې «di-2-ethylhexyl» يا DEHP دی.

څېړونکو د لسګونو کسانو روغتيايي او چاپېريالي معلومات تحليل کړي، چې د ګډونوالو د ادرار نمونې هم په کې وې په کومو کې چې هغه کيمياوي مرکبات شتون لري، چې ياده ماده يې په بولو کې پرېږدي او په طبي لحاظ مشهوره ده چې د زړه او رګونو له ناروغۍ سره تړاو لري.

شننو ومونده چې دې مادې سره مخ کېدو په ۲۰۱۸ کال کې د ۵۵ او ۶۴ کلونو ترمنځ د عمر لرونکو سړو او ښځو په نږدې ۳۷۰ زرو مړينو کې ونډه درلودلې ده. دا شمېره د زړه د ناروغيو له امله د مړينو په نړيواله سلنه کې ۱۰ سلنه جوړوي.

څېړنې موندلې چې افريقا د دغې مادې له امله د مړينو د ۳۰ سلنې مسؤله بلل شوې ده، ورپسې ختيځه اسيا او منځنی ختيځ د ۲۵ سلنه مړينو مسؤل بلل شوي دي.

نيويارک پوهنتون کې طب لپاره په ګروسمن پوهنځي کې د کوچنيانو او د هېوادوالو د طب پروفيسر او د څېړنې مخکښ غړي ډاکټر ليونارډو ټراسانډ ويلي: «پتاليټ د زړه د شريانونو په التهاب کې ونډه اخلي، چې دا د انسان د مړينې لامل کېدی شي».

هغه زياته کړه: «دغه راز څرګنده ده چې پتاليټ د ټسټوسټيرون هورمون په ځنډولو کې ونډه لري، د دې هورمون کمېدل بالغو کسانو کې د زړه او د وينې د رګونو د ناروغيو نښه ده».

دغه کيمياوي مرکب په «کيمياوي مواد په هر ځای کې» هم مشهور دی، ځکه بېخي ډېر خپور دی او په کارېدونکو خورا ډېرو توکو کې کارول شوی دی. پلاستيکي توکو ته دا مرکب د دې لپاره ورزياتېږي چې پلاستيک لا ډېر مقاومت ولري او اسانه مات نه شي.

د اړوندو امريکايي مرکزونو په وينا د انسان بدن ته د دې مرکب داخلېدل د تنفس او خوراک څښاک له لارې کېږي. وړاندې په بالغو نارينه‌و کې د زېږون بېلا بېلې ستونزې لکه د تناسلي آلو خرابوالی، د سپرم د شمېر کمښت او د ټسټوسټيرون هورمون د کچې کموالی په همدې مرکب پورې تړلي بلل شوي وو. نورو څېړنو د کوچنيانو چاغښت، سالنډي او کېنسر ناروغۍ هم په دې مرکب پورې تړلې بللې وې.

تړلي موضوعات