د سره رنګ پنځه خواړه چې د مغزو توانايي پياوړې کوي

د سره رنګ پنځه خواړه چې د مغزو توانايي پياوړې کوي طبي او روغتیايي

خوړنيز نظام د مغزو په روغتيا کې تر وروستي بريده مهم رول لري. د حافظې پياوړتيا، ذهني تمرکز او ننګونو سره په اسانۍ د مخ کېدو توانايۍ ساتلو لپاره اړينه ده چې ماغزه په مناسبو خوړو تغذيه شي. په مېوو، سبزيو، وچه مېوه، زڼو (خستو) او نورو بډای غذايي نظام ماغزه پياوړي کوي او په پوره انرژۍ په کار کولو کې ورسره مرسته کوي.

دلته موږ ۵ داسې خواړه درپېژنو چې تاسو يې په ورځينۍ توګه کارولی شئ او په مرسته يې ادراکي دندې، حافظه او مزاج پياوړي کولی او ښه کولی شئ:

سور خوږ مرچکی

دغه مرچک چې شمله مرچ يې هم بولي؛ ډاکټران يې په ویټامین سي او انټي اکسيډانټ غني خواړه بولي. هغوی وايي چې د سره خواږه مرچکي خوړل د ازادو راډيکالونو له امله له رامنځته شوي زيان څخه د دماغو ساتنه کوي. دغه راز په عمومي توګه په ادراکي روغتيا ساتلو کې هم ونډه اخلي.

الو بالو

چې خورا خوندوره مېوه هم ده، د خوړو پوهان يې د مغزو د روغتيا لپاره اړينه بولي، ځکه دا مېوه هم پياوړي انټي اکسيډانټ لري چې ادراکي دندې، حافظه او مزاج ښه کوي، له دې سره سره التهابات هم کموي.

 

هندواڼه

د تاوده موسم خوږه او له اوبو ډکه مېوه ده، چې په لايکوپين بډای ده. هندواڼه مغزو ته د وينې رسولو عمليه ښه کوي، د ادراکي دندو ملاتړ کوي او اکسيډيټيو فشار کموي.

رومي بانجان

سره روميان يا باټينګر هم په لايکوپين بډای خواړه دي، انټي اکسيډانټ ځانګړتيا هم لري چې له اکسيډيټيو فشار او التهاباتو د دماغو ساتنه کې مرسته کوي. د کال په اوږدو کې په منظم ډول خوړل يې په عصبي ناروغيو د اخته کېدو ګواښ کمولی شي.

ځمکنی توت

ځمکنی توت يا سټرابري هم ډېره خوږه مېوه ده او هم يې نن سبا د وطن په ځمکو کرنه ډېره شوې ده. دا مېوه له ویټامین سي او انټي اکسيډانټ برخمنه ده. ځمکنی توت د ادراکي دندو د ښه کولو په مټ د مغزو په روغتيا کې ونډه اخلي، دغه راز حافظه پياوړې کوي او مزاج کې ښه والی راولي.

تړلي موضوعات