۱۱ دقيقې دغه تمرينونه کول مو د سرطان او زړه له ناروغيو ساتي

۱۱ دقيقې دغه تمرينونه کول مو د سرطان او زړه له ناروغيو ساتي طبي او روغتیايي

یوه نوې ساینسي څېړنې موندلې ده، چې د اوونۍ په اوږدو کې يوازې ۷۵ دقیقې منځني شدت لرونکي بدني تمرینونو ترسره کول، چې په ورځني توګه ۱۱ دقیقې کېږي، کولی شي د زړه او رګونو د ناروغیو ګواښ ۱۷ سلنه، د سرطان ګواښ ۷ سلنه، او له وخته مخکې د مړینې ګواښ ۲۳ سلنه راکم کړي.

امریکایي ورځپاڼې «نیویارک پوسټ» کې خپره شوې دې څېړنه کې ويل شوي چې دا فعالیتونه باغواني، د واښو وغيره پرې کول، یوګا تمرين، چټک پلی تګ، د لاسونو او پښو غورځولو تمرين، او د اوبو تمرینونه دي.

څېړونکې ډلې ویلي چې دا پایلې يې له ۳۰ میلیونو څخه د ډېرو کسانو د معلوماتو د تحلیل له لارې ترلاسه کړې دي. هغوی ټینګار کړی چې، سره له دې چې پایلې ښيي چې د ورځې یوازې ۱۱ دقیقې د منځني شدت فعالیتونه هم سترې روغتیایي ګټې لري، خو دا هم جوته شوې ده، چې که دا تمرين له دې ډېر ترسره شي، د هر لامل له کبله رامنځته کېدونکې مړينه ځنډولی شي، په دې معنا چې د انسان د ټول بدن روغتيا ته ګټه رسولی شي.

ډاکټر جېمز وډکاک، چې د دې څېړنې همکار لیکوال او د کمبریج پوهنتون د کلینیکي طب پوهنځي استاد دی، رسنيو سره خبرو کې ویلي: «موږ پوهېږو چې بدني فعالیت لکه پلی تګ یا بایسکل چلول ګټور دي، په ځانګړې توګه کله چې تاسو احساس کوئ چې دا ستاسو د زړه ضربان زیاتوي. موږ وموندله چې دا د زړه د روغتیا او د سرطان د ګواښ کمولو لپاره ډېر ګټور دی، ان که تاسو یوازې د ورځې ۱۱ دقیقې متوسط تمرینونه ترسره کړئ».

د دې څېړنې پايلې د پخوانيو ترسره شويو څېړنو له پايلو سره ورته دي، په يوه تازه وروستۍ څېړنه کې ويل شوي وو، چې د اوونۍ په اوږدو کې يوازې دوه نيم ساعته چټک پلی تګ کولی شي، تر ۳۱ سلنه له وخته مخکې د مړينې ګواښ راکم کړي.

یوه بله نوې څېړنه ښيي چې د ورځې یوازې پنځه دقیقې د بدن د وزن جيګولو تمرینونه کولی شي د زړه روغتيا او د عضلاتو ځواک او نرمښت کې ستر بدلون راولي. دغه راز چټک مزل نه یوازې له وخته مخکې د مړینې شونتيا کموي، بلکې وزن کموي، هاضمه ښه کوي، او حافظه، مزاج او معافیت پیاوړی کوي.

تر ټولو غوره دا ده، چې پل تګ یو ساده، لږ ستړی کوونکی او نږدې د هر چا د وس تمرین دی چې بې له کوم لګښته يې ترسره کولی شئ.

تړلي موضوعات