اسلامي امارت: افغانستان نور د نړېوالې جنايي محکمې غړی نه دی

 اسلامي امارت: افغانستان نور د نړېوالې جنايي محکمې غړی نه دی سیاست
د افغانستان اسلامي امارت

د اسلامي امارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ددغې محکمې شا لید ته په اشارې راغلي ، نړېوالې جنايي محکمې د عدل او انصاف پر ځای د سیاسي تمایلاتو له مخې چلند کړی.

اعلامیه کې همداراز لیکل شوي، اسلامي امارت د اسلامي شریعت په رڼا کې د افغانانو دیني او ملي ارزښتونو د ساتونکي نظام په توګه د روم اساسنامې پر بنسټ د نړېوالي جنایي محکمې په نوم جوړښت ته ځان مکلف نه بولي.

سرچېنې لیکلي، اسلامي امارت له هېوادونو سره د متقابل احترام او پر اصولو ولاړ تعامل غواړي او نور د نړېوالې جنايي محکمې له دې تګلارې سره موافق نه دی.

د اسلامي امارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې همداراز د افغانستان په ګډون د نړۍ په نورو هېوادونو کې د میلیونونه بې ګناه انسانانو چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي، ځپلو او شهادت ته اشاره شوې چې ګنې دغه محکمه یې پر وړاندې چوپ پاتې شوې او هیڅ ډول پوښتنه یې نه ده کړې.

سرچېنې د نړۍ یو شمیر لویو هېوادونو ذکر کړی چې د دغې محکمې غړیتوب نه لري نو په همدې اساس یې د افغانستان په څېر یو داسې هېواد چې تل د نورو اشغال او استعمار له لوري مظلوم واقع شوی غړیتوب یې یوه غیر ضروري چاره بللې ده.

اسلامي امارت پورتنیو مواردو ته په کتو رسماً دا پرېکړه کړې چې د روم اساسنامه چې تېرې ادارې یې غړیتوب منلی و، نور ورته هیڅ ډول حقوقي اعتبار نه ورکوي.

تړلي موضوعات