بلومبرګ: هند د اسلامي امارت ډېپلوماټانو د منلو په لټه کې دی
بلومبرګ رسنۍ خبر ورکړی، چې د هند حکومت به نږدې وخت کې د اسلامي امارت مهم ډېپلوماټان خپل هېواد ته ور وغواړي، چې دا د نوي ډیلي له لوري له کابل سره د اړېکو برخه کې نوی ګام دی.
دغې رسنۍ د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، دوه تنه نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د چارو پرمخ وړلو لپاره ور پېژندل شوي دي.
دې وروستیو کې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو ښه والي لپاره هڅې زیاتې شوې دي.
تر دې وړاندې هم هند ممبۍ کې اکرام الدین کامل د افغانستان سرکنسل په توګه منلی و.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت چارواکو ویلي و اسلامي امارت ۲۰۲۴ کال کې په ډېپلوماټیکه برخه کې لویې لاسته راوړنې درلودې او هیله یې ښودلې ۲۰۲۵ کال کې به دغه لاسته راوړنې دوام ولري.