اقتصادي مرستیال تاشکند کې د ازبکستان لومړي وزیر سره کتلي

اقتصادي مرستیال تاشکند کې د ازبکستان لومړي وزیر سره کتلي سیاست
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ازبکستان لومړي وزیر سره

د افغانستان ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ازبکستاني چارواکو سره د خپلو لیدنو پر دوام د دې هېواد لومړي وزیر عبدالله عارف اوف سره کتلي.

اقتصادي معاونیت په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، دې کتنه کې ملاعبدالغني برادر اخوند  له ازبکستاني چاراکو غوښتي، چې د افغانستان په لویو پروژو کې د پانګونې وکړي.

نوموړي ډاډ ورکړی، د کوکنارو کښت، د نشه یي توکو پېر پلور او قاچاق ممنوعیت او پر وړاندې یې تر مبارزې وروسته د مرکزي اسیا هېوادنو ته د انتقال مخنیوی شوی.

بلخوا د ازبکستان لومړي وزیر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

د یادونې ده، چې اقتصادي مرستیال تېره ورځ د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته په سفر ولاړ.

تړلي موضوعات