ملا عبدالسلام ضعیف: د امریکا دوستان باید له زیلنسکي عبرت واخلي
په پاکستان کې د اسلامي امارت پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف ویلي، د اوکرایین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي د اروپا او امریکا ګټو لپاره خپل پرمختللی او غني هېواد ټوټه او خیرات ته محتاج کړ.
ښاغلي ضعیف په خپله اېکس پاڼه لیکي، د دې پایله دا شوه، چې نن له سپیني ماڼۍ په خورا حقارت او بې احترامي ویستل کېږي.
ملا ضعیف د امریکا دوست هېوادونه ته وریاده کړې، چې دغه واقعه هغو هېوادونو او کسانو ته ښه د عبرت درس دی، چې د امریکا په دوستي پورې زړه تړي.
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیرزیلسنکي امریکا ته د سفر پر مهال سپینه ماڼۍ کې له خپل امریکایي سیال ټرمپ سره کتنه کې په لفظي شخړه واوښت.
د راپورونو له مخې دواړو لوریو یو بل ته سپکې سپورې ویلې او په یو بل یې تورونه پوري کړي دي.
دې کتنه کې ټرمپ زیلنسکي د درېیم نړېوال جنګ پیلولو تورن کړی، خو په ځواب کې یې زیلنسکي ورته ویلي، چې سپینې ماڼۍ ته یې د سپکاوي لپاره وربللی.