د افغانستان او ایران اقتصادي اړیکو پیاوړتیا په اړه خبرې شوې
ایران کې د افغانستان سفارت په اېکس پاڼه وايي، ایران کې افغان سفیر مولوي فضل محمد حقاني او ورسره مل پلاوي د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسيا له مسؤل محمد رضا بهرامي سره کتلي.
سرچینه وايي، ناسته کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو، وروستیو پرمختګونو، په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او ډیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.
خبر پاڼه کې راغلي، د ناستې پر مهال د ګډو همکاریو د بهیر پر چټکتیا هم ټينګار شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې د افغانستان او ایران اړیکې په اقتصادي، ټرانزیټي او ډیپلوماټیکه برخه کې لوړې کچې ته پورته شوې دي او د لا ښه والي لپاره یې هڅې روانې دي.