په افغانستان کې د یوناما فعالیت د اړتیا په پرتله ګټور نه دی

په افغانستان کې د یوناما فعالیت د اړتیا په پرتله ګټور نه دی سیاست
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د روانې مارچ میاشت کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتو امنیت شورا ناستې په غبرګون کې ویلي، افغانستان کې لکه څرنګه چې لازم و د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما فعالیت ګټور نه دی.

مولوي ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي غږیز کليب کې ویلي، یوناما تل له خپل ادرسه د افغانستان په اړه منفي راپورونه وړاندې کړي او په ملګرو ملتونو کې یې د افغانستان په اړه ناسم ذهنیت رامنځته کړی.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، یوناما د دې پر ځای چې د افغانستان په اړه نړۍ ته قانع کوونکی ځواب ورکړي، خو د دوی ناسم راپورونه د دې لامل شوي، چې ورځ تر بلې د افغانستان په اړه ناسم ذهنیت حاکم شي.

نوموړي ټینګار کړی، یوناما تل د افغانستان په واقعیتونو سترګې پټې کړې او تل یې هڅه کړې چې منفي موارد پیدا کړي، چې دا کړنه د افغانستان، ملګرو ملتونو او خپله د یوناما په ګټه نه دی.

د یادونې ده، چې روانې مارچ میاشت کې په افغانستان کې د یوناما ماموریت پای ته رسېږي، چې د بیا تمدید لپاره یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته کوي.

تړلي موضوعات