د اسلامي امارت ویاند: یوناما باید د بې ځایه تشویشونو پر ځای اصلي موخو ته کار وکړي
د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد افغانستان کې د یوناما ماموریت د غځېدو په اړه ویلي، یوناما دې د تېر په څېر د بې ځایه تشویشونو پر ځای د پرمختګونو انعکاس وکړي.
ذبیح الله مجاهد ویلي، یوناما باید د افغانستان، ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا، افغانستان کې امنیتي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګونه په سم انعکاس او د خلکو او نړېوال حقونو ترلاسه کولو ته کار وکړي.
ښاغلي مجاهد همداراز غوښتنه کړې، چې یوناما باید د بې ځایه تحریمونو لري کولو، د پیسو غصب پای ته رسولو او ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ بیرته افغانانو ته په سپارلو تمرکز او همدې مهمو اهدافو ته کار وکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې یوناما باید یادو مسئلو څخه په ناوړه ګټې اخېستې د افغانستان پر وړاندې پروپاګند ونه کړي او د مغرضو کړیو لپاره د لاس اله نه شي.
تر دې وړاندې اسلامي امارت ویلي و، افغانستان کې یوناما فعالیت د اړتیا په پرتله ګټور نه دی.
د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو اکثریت سره افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره تمدید کړ.