ا.ا.ا پر غزې د اسرائیلي اشغالګرو بریدونو بیا پیلول غندلي

ا.ا.ا پر غزې د اسرائیلي اشغالګرو بریدونو بیا پیلول غندلي سیاست
د افغانستان اسلامي امارت

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر غزې د اشغالګرو اسرائیلو د بریدونو بیا پیلول غندلي او دا بریدونه یې له انساني ارزښتونو سره په ټکر کې بللي دي.

اسلامي امارت د فلسطین قضیه د اسلامي امت لپاره اساسي او ګډه بللې او د فلسطین خلکو د عادلانه او مشروع مقاومت ملاتړ یې کړی.

اسلامي امارت یو ځل بیا منځګړو په ځانګړي ډول له تاثیر لرونکو هېوادونو غوښتي، چې د فلسطین ولس څخه پرېکنده ملاتړ او د اسرائیلو اشغال پای لپاره جدي او عملي ګامونه پورته کړي.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت په ګډون د نړۍ ځینو نورو هېوادونو چین، یمن او ترکیې هم پر غزې د اسرائیلي اشغالګرو بریدونه غندلي دي.

تړلي موضوعات