عبدالقهار بلخي: له امریکا سره د سوداګرۍ لپاره د افغانستان دروازې خلاصې دي
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له سي بي اس نیوز سره په خبرو کې ویلي، له افغانستان څخه د امریکا تر وتلو وروسته پاتې تجهیزات او وسلې د افغانستان اړوند دې او هیچاته به ورنکړل شي.
ښاغلي بلخې دې مرکه کې د افغانستان کانونو ته په اشارې ویلي، د امریکا په کډون د نړۍ ټولو هېوادونو سره د سوداګرۍ لپاره د افغانستان دروازې خلاصې دي.
نوموړي د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د هغه وړانديز په ردلو سره چې د افغانستان شتمني به د نظامي تجهیزاتو په ورکولو سره ازادوي زیاته کړې، کنګل شوې شتمنۍ د افغانستان خلکو پورې اړه لري او په ناعادلانه ډول کنګل شوې او هیڅ هېواد ته به خپله شتمني پرېنږدي.
بلخي په خپلو خبرو کې ویلي، د افغانستان حکومت کابل کې د امریکا سفارت له پرانېستل کېدو سره کومه ستونزه نه لري او له متحده ایالتونو سره د ډيپلوماټیکو اړیکو د پراختیا غوښتنونکی دی.