له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ا.ا هڅې د قدر وړ دي

له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ا.ا هڅې د قدر وړ دي سیاست
له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ا.ا هڅې د قدر وړ دي

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اتنبایوا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري سره په لیدنه کې له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت هڅو قدرداني کړې.

د کرنې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه لیدنه د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي او کرنې وزارت یو شمېر مسئولینو په شتون کې ترسره شوه، چې د کرنې اهمیت، د مالدارانو او بزګرانو اقتصادي ارتقا، د کرنیزو اصلاح شویو تخمونو توزیع پر زیاتوالي خبرې او نظریات تبادله شول.

په کابل کې د یوناما دفتر مشرې ویلي، یو شمېر هېوادونه چمتو دي چې د کوکنارو بدیل کښت په برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

د کرنې وزیر په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ښځو له لوري د کرنې او مالدارۍ ۵۰ سلنه کارونو پر مخ وړلو ته په کتو ټینګار کړی، چې مرستندویه هېوادونه دې د ښځو لپاره مناسبه بودیجه ځانګړې کړي.

تړلي موضوعات