د کابل او تهران ترمنځ پر ښو اړېکو د عراقچي ټینګار

د کابل او تهران ترمنځ پر ښو اړېکو د عراقچي ټینګار سیاست
کابل کې د ایران سفیر د ایران بهرنیو چارو وزیر سره کتلي

افغانستان لپاره د ایران سفیر عليرضا بېکدلي د هغه هېواد بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کې د تهران او کابل ترمنځ په ښو اړېکو خبرې کړې دي.

کابل کې د ایران سفارت وايي، ناسته کې د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې ګډه همکاري مهمه بللې ده.

سرچینه وايي، کتنه کې د ایران او افغانستان ترمنځ نېکو اړېکو او کابل کې د یاد سفارت د وروستیو فعالیتونو او لاسته راوړنو او همدارنګه له ایران څخه د افغان کډوالو په تدریجي راستنېدو خبرې وشوې.

د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې د افغانستان او ایران اړیکې لوړې کچې ته پورته شوې دي او د لا بهتروالي لپاره یې د دواړو هېوادونو چارواکي لیواله دي.

تړلي موضوعات