د افغانستان اسلامي امارت: د کابل او تاشکند اړیکې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملاحمدالله فطرت وايي، اسلامي امارت د افغانستان په اړه د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف له وروستیو مثبتو څرګندونو هر کلی کوي.
حمدالله فطرت په یوه غږیز کلیپ کې ویلي، په سیاسي، اقتصادي، ټرانزېټي، پانګونې او سوداګریزو برخو کې د افغانستان او ازبکستان اړیکې تر بل هر وخت پیاوړې او مثبتې شوې دي.
ښاغلي فطرت زیاته کړې، اسلامي امارت ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره د هر اړخیزو پیاړو اړیکو په لټه کې دی.
دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح کیږي، چې د ازبکستان ولسمشر د یوې نړېوالې ناستې پر مهال له افغانستانه پر ملاتړ ټینګار کړی او اسلامي امارت سره یې رغوونکې اړیکې مهمې بللې دي.