د کډوالو او کورنیو چارو وزیرانو کتنه؛ کډوالو ته د رسېدنې پر چمتووالي بحث شوی

د کډوالو او کورنیو چارو وزیرانو کتنه؛ کډوالو ته د رسېدنې پر چمتووالي بحث شوی افغانستان

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت وزیر مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو له وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، د کورنیو چارو وزارت له لومړي مرستیال محمد نبي عمري او د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان سره کتلي دي.

کډوالو وزارت خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې کتنه کې د هېواد پر وروستیو تحولاتو او کډوالو ته د رسېدګۍ پر چمتووالي بحث شوی دی.

دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي، چې ټولو ولایتونو او بندرونو کې د کډوالو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.
نوموړي له ولسونو، شتمنو هېوادوالو او امنیتي ادارو څخه غوښتي، چې راستنېدونکو افغانانو سره تر خپل توانه مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان د افغان کډوالو په جبر ایستلو دویمه لړۍ پیل کړې، چې تر دې دمه سلګونه کډوالې کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي او د خپل حکومت له لوري یې ګرم هرکلی او خدمت شوی دی.

تړلي موضوعات