د عامې روغتیا وزارت مرستیال: د روغتیايي مرستو وېش بايد عادلانه او اغېزمن وي

د عامې روغتیا وزارت مرستیال: د روغتیايي مرستو وېش بايد عادلانه او اغېزمن وي روغتیا
قطر ته د عامې روغتیا وزارت مرستیال سفر

د عامې روغتیا وزارت مرستیال مولوي عبدالولي حقاني قطر ته د سفر په ترڅ کې د افغانستان لپاره د ایټالیې سفيرې سبرينا سره کتنه کې په روغتيايي مواردو خبرې کړې دي.

د عامې روغتيا وزارت ويلي، دې کتنه کې ښاغلي حقاني روغتيايي سکټور کې پر روڼتیا، حساب ورکونې، کارونو کې د خنډ او ځنډ مخنيوي او د مرستو په عادلانه وېش او اغېزمنې ګټې اخیستنې ټينګار کړى.

دې کتنه کې دواړو لوريو د روږدو او معلولینو روغتيايي وضعیت ته په رسېدنې، ميندو او ماشومانو روغتیا، خوارځواکۍ مخنيوي، روغتيايي پرسونل ظرفيت لوړونې او د ولسوالیو په کچه د روغتیايي خدمتونو پر پراختیا او پياوړتيا خبرې کړې دي.

د عامې روغتيا وزارت مرستیال د بيل ګېټس بنسټ له لوري « د پوليو ناروغۍ له منځه وړلو لپاره د نړېوالو نوښت» په نوم نړېوالې غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته تللى.

تړلي موضوعات