سرچېنه: د پاکستان یو لوړپوړی پلاوی نن کابل ته راځي

سرچېنه: د پاکستان یو لوړپوړی پلاوی نن کابل ته راځي سیاست
انځور ارشیف

ارګ کې یوې سرچینې حریت راډیو ته وویل، د پاکستان د مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د افغان حکومت له رئیس الوزراء او نورو مهمو چارواکو سره پر د دوه اړخېزو موضوعاتو د خبرو اترو لپاره کابل ته راځي.

تر اوسه د دغه پاکستاني پلاوي د سفر اړوند نور جزئیات او موخې نه دې په ډاګه شوې. 

سرچېنه زیاتوي، په پام کې ده چې دواړه لوري به د مهاجرینو د ستنېدو پروسې په ګډون د دواړو هېوادونو په یو شمېر مهمو موضوعاتو بحثونه کوي.

د یادونې ده چې د پاکستان د لومړۍ درجې دا پلاوی په داسې حال کې کابل ته رسمي سفر کوي، چې اسلام اباد له تېرو دوو ورځو راهیسې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ د افغان پلاوي کوربه دی او د دواړو هېوادونو د همغږۍ ګډې کمېټې غړي هم په لېدنو کتنو بوخت دي.

تړلي موضوعات