بهرنیو چارو وزیر له قطري چارواکو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچې د لوړېدو په اړه خبرې کړې
د افغانســــــــتان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر محمد بن عبدالعزيز الخليفي سره ټيلفوني خبرې کړې دي.
د بهرنيو چارو وزارت ويلي، دې ټيلفوني مکالمه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړيکو کچې لوړېدو، د همکاريو په پراختیا او پياوړتيا خبرې شوې.
دغه راز دغو ټيليفوني خبرو کې دوحې ته د بهرنیو چارو وزیر د سفر په اړه هم خبرې شوې دي.
د بهرنيو چارو وزير داسې مهال له قطري چارواکو سره د ډيپلوماټيکو اړيکو کچې په لوړېدو خبرې کړې، چې دامهال له ګاونډيو، سيمې او نړۍ ګڼو هېوادونو سره د افغانستان ډيپلوماټيکې اړيکې نوي پړاو ته دننه شوې، چې په تازه اقدام سره د روسيې سترې محکمې د اسلامي امارت نوم د ممنوعه سازمانو له نوملړه لرې کړ.