ضمیر کابلوف: د کابل او مسکو ترمنځ به د کازان ناستې څنډه کې ستره غونډه جوړه شي

ضمیر کابلوف: د کابل او مسکو ترمنځ به د کازان ناستې څنډه کې ستره غونډه جوړه شي سیاست
د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، را روانې مۍ میاشت کې به د کازان ناستې څنډه کې د کابل او مسکو لوړپوړو چارواکو ترمنځ ستره غونډه وشي.

د روسیې ټاس خبري اژانس د ضمیرکابلوف له قوله ویلي، دغه ناسته به د الکسي اورچوک په مشرۍ د روسیې او اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په ګډون ترسره شي.

ښاغلي کابلوف د روسیې سترې محکمې له لوري د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت نوم لرې کول د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر وړاندې د لوی خنډ لرې کول بللي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي وروسته له هغې د کابل او مسکو چارواکو ترمنځ د یوې سترې غونډي رابللو خبره کړې، چې تېره ورځ د روسیې سترې محکمې په رسمي توګه د افغانستان اسلامي امارت نوم د ممنوعه سازمانونو له نوملړه وایست.

تړلي موضوعات