مولوي ذبیح الله مجاهد: روسیې د افغانستان پر وړاندې سم سیاست غوره کړی

مولوي ذبیح الله مجاهد: روسیې د افغانستان پر وړاندې سم سیاست غوره کړی سیاست
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د روسیې ټاس خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، د ممنوعه ډلو نوملړ څخه د اسلامي امارت نوم اېستلو په اړه د روسیې سترې محکمې د پرېکړي هرکلی کوي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، د روسیې ولسمشر ویلادیمیرپوتین د افغانستان په اړه سم سیاست غوره کړی.

نوموړي د ممنوعه سازمان له نوملړه د اسلامي امارت نوم اېستل یو مهم ګام بللی په خبره یې، اسلامي امارت روسیې سره د پراخو سیاسی او اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی.

د روسیې سترې محکمې تېره ورځ د اسلامي امارت نوم د ممنوعه سازمانو له لېسته وایست.

ها خوا بیا د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف ویلي، د کازان ناستې څنډه کې به د روسیې پلاوی د اسلامي امارت پلاوي سره ستره غونډه هم ولري.

تړلي موضوعات