امریکا له سوریې د خپلو ځواکونو وتل پیل کړل
نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي، سوریه کې د بشارالاسد رژیم له ړنګېدو او دغه هېواد کې د مثبت بدلون وروسته، امریکا د دغه هېواد له شمال ختیځ څخه د سلګونو سرتېرو اېستل پیل کړل.
ورځپاڼې ته د امریکا دوو لوړپوړو چارواکو ویلي، له سوریې د امریکايي اشغالګرو پوځیانو وتل د پنجشنبې په ورځ پیل او د پاتې ځواکونو په اړه به پوځي قوماندانان په راتلونکو دوه میاشتو کې ارزونه پیل کړي.
دغو چارواکو ویلي، د دغې لړۍ له پای سره به امریکا په سوریه کې د خپلو اتو عملیاتي اډو له ډلې درې وتړي او د سرتېرو کچه به له ۲ زرو څخه ۱۴۰۰ ته راټیټه کړي.
سرچینه وايي، د ځواکونو وتلو لړۍ د امریکا دفاع وزارت او مرکزي قوماندانۍ لخوا تصویب شوې، خو امریکايي قوماندانانو سپارښتنه کړې، چې لږ ترلږه ۵۰۰ سرتېري دې په سوریه کې پاتې شي.