پاکستاني لوړ رتبه پلاوي د افغانستان رئیس الوزراء سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په مشرۍ پاکستاني پلاوي د اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند او بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتنه کې د کابل او اسلام اباد د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د پاکستاني پلاوي غړي محمد صادق خان ویلي، دې کتنه کې دواړو لوریو د سیاسي، امنیتي، سوداګرۍ، ټرانزېټي همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
صادق خان په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دې کتنه کې په دوامداره ملګرتیا په اړه ژمنه تازه شوې او دواړو لوریو د اړیکو پیاوړتیا هوکړه کړې.