د افغانستان بهرنیو چارو وزیر: اسلامي امارت لېواله دی چې پاکستان سره ګډو پروژو ته پراختیا ورکړي
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او مل پلاوي سره کتنه کې ویلي، اسلامي امارت د متوازن او اقتصاد محوره سیاست په رڼا کې له ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره په متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي.
مولوي امیرخان متقي ویلي، اسلامي امارت لېواله دی چې پاکستان سره سوداګرۍ، ټرانزېټ او ګډو پروژو ته پراختیا ورکړي.
ښاغلي متقي پاکستاني لوري ته وریاده کړې، چې یادو برخو کې دي د ستونزو هواري او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه کوټلي ګامونه واخلي.
بلخوا د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، افغانستان سره د سوداګرۍ ودې لپاره به په سوداګریزو توکو تعرفې کمې کړي او د سوداګریزو توکو د انتقال برخو کې به هم اغېزمن ګامونه پورته کړي.
نوموړي زیاته کړې، حکومت یې له افغانستان سره دوه اړخیز تجارت او ټرانزېټ ته د لا پراختیا هوډ لري او ژمنه یې کړې، چې په یادو برخو کې به لازمې آسانتیاوې رامنځته کوي.
هغه د بهرنیو چار وزیر مولوي امیرخان متقي ته پاکستان ته د سفر بلنه هم ورکړې.