د ترکیې بهرنیو چارو وزیر د حماس رهبري شورا له مشر سره کتلي

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر د حماس رهبري شورا له مشر سره کتلي نړۍ
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر د حماس رهبري شورا مشر سره کتنه کې

د ترکیې رسنیو خبر ورکړی، چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د حماس جهادي غورځنګ رهبري شورا رئیس محمد دورېش او د سیاسي دفتر غړو سره انقره کې کتلي دي.

 د ترکیې انادولو خبري اژانس ویلي، دې کتنه کې د غزې وروستیو حالاتو او د اوربند ټینګښت لپاره پر روان هڅو خبرې اترې شوې دي.

د سرچینې په وینا دواړو لوریو د اشغالګر رژیم له لوري غزې ته د بشري مرستو مخنیوی د فسلطیني ولس پر ضد د لوږې د تحمیل یوه هدفمنده هڅه بللې او د نړېوالو هڅو پر زیاتوالي یې ټینګار کړی، څو غزې ته د بېړنیو او دوامداره مرستو لاسرسي تضمین شي.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر داسې مهال د حماس مشرانو سره کتلي، چې حماس د منځګړو له لوري غزه کې د دایمي اوربند ټینګښت او په بشپړ ډول د اشغالګرو ځواکونو وتلو طرحه ومنله، خو په مقابل کې یې د اسرائيلو له لوري د اوربند طرحه رد کړه، چې د هغوی په خوښه ۴۵ورځنی اوربند په کې شامل ده.

تړلي موضوعات