پوتین اوکرایین سره یو ورځنی اوربند اعلان کړی

پوتین اوکرایین سره یو ورځنی اوربند اعلان کړی نړۍ
اوکرایین کې د پوتین له لوري ۳۰ ساعته اوربند شوی

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د شنبې په ورځ اوکرایین سره ۳۰ساعته یو ورځنی اوربند ټینګښت خبر ورکړی دی.

رویټرز خبري اژانس ویلي، دغه اوربند د شنبې په ورځ د مسکو پر وخت د سهار په ۶بجې پیل او د نن یکشنبې تر نیمې شپې پورې به دوام وکړي.

خو د اوکرایین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي دغه اقدام یو غولونکی نمایش بللی او ویلي یې دي، روسي ځواکونه لا هم خپلو هوایي او ځمکني بریدونو ته دوام ورکړی.

په ورته مهال اورپایي ټولنې او برېتانیا هم د روسیې په حسن نیت ټینګار کړی او د دوامداره او واقعي اوربند غوښتنه یې کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې روسیې د اوکرایین په بېلابېلو سیمو پراخ هوایي بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې ګڼو اوکراییني سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.

تړلي موضوعات