غزه کې اسرائیلو ته تلفات اوښتي او حوثیانو یمن کې دوه امریکایي الوتکې رانسکورې کړې
اسرائیلي رسنیو ویلي، چې غزې تړانګه کې د جهادي ډلو لخوا د اشغالګرو صهیونېستانو پوځي شوبله په نښه شوې او مرګ ژوبله یې ورته اړولې.
د حدشوت بزمان په نوم اسرائیلي وېبپاڼې ویلي، چې دا پېښه د غزې ښار ختیځ لورې ته حي التفاح سیمه کې رامنځته شوې چې له امله دوه اسرائیلي عسکر وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي.
بلخوا یمن کې د حوثي ځواکونو ویلي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د امریکایانو دوه MQ9 ډوله بې پیلوټه الوتکې رانسکورې کړې دي.
د حوثیانو ویاند په تازه څرګندونو کې په ډاګه کړې چې تېرو څو میاشتو کې د رانسکورو شویو الوتکو شمېر ۲۱ الوتکو ته رسېدلی.
د یادونې وړ ده چې یمن کې د حوثیانو انصار الله ځواکونو په غزه کې د روان اسرائیلي وحشت په غبرګون کې په اسرائیلو خپلو توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړی او ترڅنګ یې په اسرائیلي او امریکایي هم بېړیو بریدونه کوي.