امریکا کې د ټرمپ سیاستونو پر ضد پراخ لاریونونه شوي
د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ پر ضد سلګونه زره لاریون کوونکي په سیمه ییز وخت شنبه یو ځل بیا د دغه هېواد په ټولو ایالتونو کې واټونو ته راوتلي او د هغو اقداماتو د مخنیوي غوښتنه یې کړې دوی یې د امریکا لپاره ناوړه بولي.
اسوشتېد پرېس خبري اژانس د لاریون کوونکو له قوله وايي، د ټرمپ اقدامات د هېواد ډیموکراتیکو نظریاتو لپاره ګواښ دی او زیاتوي، چې امریکایان د حکومت له لوري له سانسور سره مخ دي.
اژانس د لاریون کوونکو له قوله زیاتوي، دا مهال د امریکا لپاره خورا خطرناک وخت دی او اړتیا ده، چې د هغه په وړاندې ودریږي.
سرچینې ویلي، چې ګڼو ایالتونو کې زرګونو نورو لاریون کوونکو بیا د موثریت (ډوج) ادارې په مشر ایلان ماسک په پالیسۍ نیوکې درلودې، چې له امله یې زرګونه کارکوونکي له دندو لرې شوي.
لاریون کوونکي وايي، د چارواکو وروستي اقدامات د امریکا لپاره ګواښ دی او د ازادۍ لپاره مبارزه غواړي.