د خوړو نړېوال پروګرام: غزه کې د خوراکي توکو زېرمې بشپړې ختمې شوې

د خوړو نړېوال پروګرام: غزه کې د خوراکي توکو زېرمې بشپړې ختمې شوې نړۍ

د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړېوال پروګرام (WFP) په تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د اسرائیلو له لوري پر غزې د کلابندۍ له امله د خوراکي توکو زېرمې بشپړې ختمې شوې.

نړۍ کې له لوږې سره د مبارزې یاده اداره په خپله وېبپاڼه وايي، د اسرائیلو دې کړنې غزه کې د بې سارې لوږې زیاتېدو وېره را پورته کړې.

د همدې خبرداري په ځواب کې د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني له اسرائیلو غوښتي، چې دغه پروګرام ته د فعالیت اجازه ورکړي او زیاته کړې یې ده، چې خوراکي توکي دې د سیاسي وسیلې په توګه نه کاروي.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو راپور ورکونکی مایکل فخري وايي، اسرائیلي اشغالګر په قصدي توګه پر عامو فلسطینیانو دا لوږه د فشار وسیلې په توګه تحمیل کړې، څو له دې بد وضعیت څخه سیاسي ګټه پورته کړي.

الجزیرې انګلیسي څانګې د فخري په حواله زیاته کړې، چې امریکا د غزې د عامو خلکو په نسل وژنې او لوږې تحمیل کې همغږي لري، ځکه چې پر غزې د کلابندۍ چارې د واشنګټن د ملاتړو له لخوا ترسره کیږي.

په دغه راپور کې زیاته شوې، چې اشغالګرو اسرائیلو له ۵۰ ورځو راپدېخوا غزه کلابنده کړې او دا کار پرته له کومې سزا ترسره کوي.

ملګري ملتونه دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي، چې غزه کې اطلاعاتي دفتر وايي، د اشغالګرو اسرائیلو له لوري کلابندي لا ټینګه شوې، چې د قحطۍ او لوږې له امله ۵۲ تنه مړه شوي او شاخوا یو میلیون ماشومان له ګواښ سره مخ دي.

تړلي موضوعات