پاکستان کې شته داعش د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ دي؛ اسلام اباد باید جدي اقدامات وکړي

پاکستان کې شته داعش د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ دي؛ اسلام اباد باید جدي اقدامات وکړي سیاست
د افغانستان چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد

پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد:

پاکستان کې شته داعش د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ دي؛ اسلام اباد باید جدي اقدامات وکړي

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا پاکستان ته ویلي، کره شواهد لري، چې پاکستان کې د داعش پټنځایونه او فعال روزنیز مرکزونه شته.

زلمي خلیلزاد په خپله اېکس پاڼه لیکلي، که دا راپورونه سم وي، نور باید پاکستان کې د ترهګرو ډلو شتون د پاکستان پوځ او استخباراتو لپاره یوه ناپېژانده موضوع نه وي.

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې، داسې راپورونه هم شته چې د مارچ نیمایي کې بلوڅ ازادي غوښتونکو د بلوچستان بولان سیند ته څېرمه مستونګ ولسوالۍ کې د داعش پر یوه روزنیز کمپ برید وکړ، چې د بېلابېلو هېوادونو ۳۰ تنه داعشیان په کې ووژل شول او کمپ له منځه لاړ.

نوموړي پر پاکستان غږ کړی، چې اسلام اباد باید د داعش او نورو ډلو د شتون په اړه جدي اقدامات وکړي، چې دا نه یوازې د پاکستان بلکې د سیمې او نړې لپاره یو ګواښ دی.

خلیلزاد وړاندې ویلي، پاکستان باید پوی شي، چې د تاکتیکي موخو لپاره له ترهګرۍ سره لوبې کول ویجاړونکی چل دی چې پایلې به یې هم بدې وي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې د پاکستان دفاع وزیر له ترهګرو او سخت دریځو ډلو د خپل هېواد ملاتړ تېروتنه بللې؛ هغه چې کارپوهان دا څرګندونې یو عملي ثبوت بولي چې پاکستان د ترهګرو ډلو تر شا دی.

تړلي موضوعات