افغان وزیر هندي چارواکو سره پر وروستیو سیمه ییزو سیاسي حالاتو خبرې کړې
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د هند بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د افغانستان، ایران او پاکستان څانګې عمومي رئیس آنند پرکاش سره پر دوه اړخیزو سیاسي اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزېټ او وروستیو سیمه ییزو سیاسي حالاتو خبرې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، امیرخان متقي دې کتنه کې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړيکو پر پراختیا ټینګار کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ برخه کې یې د اسانتیاوو غوښتنه کړې.
بلخوا آنند پرکاش ویلي، افغانستان سره د هند اړیکې ورته مهمې دي او لا پراختیا هیله يې ښودلې.
ښاغلي پرکاش په افغانستان کې د هند نیمګړو پاتې پروژو چارو د بېرته پیل خبر هم ورکړی دی.
د یادونې ده، چې دواړه لوري په داسې حال کې په وروستیو سیمه ییزو حالاتو خبرې کوي، چې دا مهال د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.